دفاع وزارت: په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۶ تنه داعش او طالب وسله وال وژل شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د افغانستان دفاع وزارت نه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د پوځي عملياتو په نتيجه کې ٤٦ تنه دولت ضد وسله وال وژل شوي دي.
ددفاع وزارت مطبوعاتي دفتر نه په خپور شوي اعلاميې کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د ګډو تعرضي او تهاجمي عملياتو په نتيجه کې ۴۶ تنه وژل شوي او ١٨ تنه يې ټپيان دي.
خبرپاڼه زیاتوي، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په ١٥ ولايتونو کې ١٨ تصفيوي او ٨ خاص عمليات ترسره کړي چې په لړ کې يې ٤ تنه وسلوال هم نيولي دي.
یاده دي وي چې د خبر پاڼې پربنسټ وژل شوېو او ټپي شوېو وسله والو کې د وسله والو طالبانو او داعش ډلې غړي شامل دي.
په دې اړه بیا تراوسه داعش او طالب وسله والې ډلې څه نه دي ویلي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply