دفاع وزارت: په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۳۴ وسلوال طالبان ووژل شول

comments 0

هندوکش ـ کابل: دفاع وزارت وايي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبلې اوښتې ده.
د دغه وزارت په خپرپاڼه کې ویل شوي، چې په یاده موده کې د افغان ځواکونو په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې ۲۳۴ طالبان وژل شوي او ۱۰۳ نور ټپیان شوي دي.
د یادو نښتو پر مهال د طالبانو وسلې او ۵۷ کړۍ ماینونه هم له منځه وړل شوي دي.
د دفاع وزارت په خپرپاڼه کې راغلي، چې طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په لوګر، ننګرهار، پکتیکا، خوست، کندهار، زابل، فاریاب، بلخ، سمنګان، هلمند، تخار، بغلان، پروان، کندز او کابل ولایتونو کې اوښتې ده.
تېره ورځ هم دفاع وزارت وویل چې د ۱۷۲ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی و.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments