دفاع وزارت: په تیرو څلور ویشتو ساعتونو کې د دولت مخالفې ډلې 70 کسان وژل شوي دي

comments 0

هندوکش – کابل: په افغانستان کې د ملي دفاع وزرات نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې د افغان امنیتي ځواکونو په بیلابیلو عملیاتو کې ددولت مخالفې ډلې ګن شمیر وسله وال وژل شوي دي.
د خبر له مخې،امنیتي ځواکونو د سې شنبې په ورځ د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ۱۲ پوځي عملیات ترسره کړي چې په‌کې لسګونه وسله‌وال وژل شوي دي.
د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش هم یاد خبر تایید کړې او ویلي دي چې، یوازې د سې شنبې په ورځ د فاریاب ولایت په عملیاتو کې نږدې ۷۰ تنه وسله‌وال وژل شوي دي.
ښاغلی رادمنش وايي:
“دښمن ته درانه تلفات اوښتي، زموږ خوا ته ۱۰ کسان شهیدان شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي او ترهګرو خوا ته هم تر ۶۹ زیات کسان وژل شوي دي.”
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د شاهین قول اردو په یوې خبرپاڼه کې ویلي وو چې د قیصار، غورماچ او کوهستاناتو په ولسوالیو کې ۱۵۰ وسله‌وال وژل شوي او ۴۴ تنه نور یې ټپیان شوي دي.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې په غورماچ کې د دوی لوري ته د درنو تلفاتو د اوښتو ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې یوازې درې تنه ملګري یې په دې عملیاتو کې وژل شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments