دفاع وزارت: په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې 22 وسله وال وژل شوي دي

comments 0

هندوکش – کابل: د ملي دفاع وزارت نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغان امنتي ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې د دولت ضد طالب وسله والې ډلې 22 کسان وژل شوي دي.
د خبرپاڼې پر بنسټ، یاد عملیات د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې شوي، چې پر مهال یې ۵ وسله وال وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي.
د خبرپاڼې په خبره، د عملیاتو پر مهال د وسله والو څلور میله وسلې او دوې مخابرې هم د افغان ځواکونو له لورې له منځه وړل شوي. طالب وسله والو تر اوسه د یادې ادعا په اړه څه نه دي ویلي
دیوبل خبر لمخي افغان ځانګړو ځواکونو د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې ځانګړي عملیات تر سره کړي، چې پرمهال يې ۱۷ وسله وال وژل شوي. د عملیاتو پر مهال ۱۷ ماینونه هم له منځه وړل شوي دي
طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments