دفاع وزارت: ماټ شویو جنګیالیو ته روحیی په موخه الفتح عملیات اعلان شوي دي

comments 0

هندوکش – کابل: د افغانستان دفاع وزارت د طالبانو وروستي اعلامیې په غبروګون کې ویلي چې د طالبانو د الفتح عملیات یو پروپاګند دې او طالبان په دې هڅه کې دي چې خپلو ماټ شویو جنګیالیو ته روحیه ورکړي.

د دفاع وزارت خبرپاڼې له مخې، طالبانو په یو شمېر ولایتونو کې له سترو ماتي  وروسته د خپلو جنګیالیو د روحیې ساتلو لپاره دا ډول تبلیغات خپروي او څه نشي کولای.

له دې وړاندې افغان دولت هم د پسرلي په راتللو سره د وسلوالو مخالفانو پرضد د خالد په نوم عملیاتو د پیل خبر ورکړی وو.

د افغانستان دفاع وزارت د طالبانو د الفتح په نامه د عملیاتو اعلان یوه پروپاګند ګڼي او وايي، دغه ډله به هېڅ کله خپلو ناوړو اهدافو ته ونه رسېږي.

د طالبانو په اعلامیه کې هغوی له خپلو جنګیالیو څخه غوښتي چې د ملکي تلفاتو مخنیوی دي وکړي او د هغوی ژوند ته دي پاملرنه وکړي

د ۲۰۱۹ زیږدیز له پیل څخه تراوسه په بمي چاودنو جګړو او هوايي بمباریو کې زیات شمېر ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او د راپورونو له مخې د تیري فیبرورۍ میاشت کې د ملکیانو دا تلفات تر بل هروخت زیات وو.

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې ملکیانو ته درنه مرګ ژوبله وا وښتله چې د بشري حقونو په ګډون نورو د څار ډلو د جګړې ټولې ښکېلې خواوې په دې تلفاتو کې ملامتې وبللې او ترې ويې غوښتل چې په جګړه ایزه حالت کې دي د ملیکانو ژوند ته لازمه پاملرنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د دولت ضد طالب وسله واله ډله چې د ځینو سیاسي کارپوهان په اند مستقل نه دي او د پردیو په اشاره خپلو کړنو ته زور ورکوي په دې هڅه کې دي چې دولت پر وړاندې ښند جوړ کړي او امتیاز ترلاسه کړي.

سپومۍ پوپلزۍ

Comments