دفاع وزارت: د کندز په شوره‌خاک سیمه د طالبانو برید په شا وتمبول شو

comments 0

هندوکش ــ کابل: د افغانستان دفاع وزارت وایي چې د کندز ښار په یوه څنډه (شوره‌خاک) سیمه‌ کې یې د طالبانو برید په شا تمبولی دی.
د دغه وزارت خبرپاڼه وایي له برید سره هم‌مهاله سیمې ته تازه دمه ځواکونه ورسېدل چې هوایي ملاتړ هم ورسره و.
په خبرپاڼه کې راغلي چې برید کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments