دفاع وزارت: د محقق خبرې بې بنسټه دي

comments 0

هندوکش – کابل: دفاع وزارت د محقق د خبرو په غبرګون کې ویلي، چې هېڅ ولایت د طالبانو په لاس کې نه دی، نو شپیته سلنه خاوره څنګه کېدای شي؟
د اجرایه ریاست دویم مرستیال محمد محقق وړمه ورځ ویلي و، چې د هېواد شاوخوا شپیته سلنه خاوره د طالبانو په لاس کې ده.
ملي دفاع وزارت ویلي، یو شمېر سیاسیون او د حکومت دننه چارواکي داسې اوازې خبروي چې هېڅ حقیقت نلري.
د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید ویلي، هېڅ ولایت، یا د ولایت مرکز او نه هم کومه لویه لاره د طالبانو په لاس کې ده، نو په وینا یې څنګه کېدای شي چې شپېته سلنه خاوره د طالبانو په لاس کې وي.
په ورته وخت کې د ولسي جرګي دفاعي کمېسیون هم ویلي، چې د محقق خبرې د د ګوندي او شخصي ګټو لپاره شوي او واقعیت نلري.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments