دفاع وزارت: بدخشان کې ۸ ترهګر طالبان وژل شوي

comments 0

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په بدخشان ولایت کې په یوه هوايي برید کې اته طالبان وژل شوي دي.
د دې وزارت مرستیال ویاند فواد امان ازادي راډیو ته وویل چې دا حمله پرون د جمعې په ورځ د بدخشان ولایت په نُسي ولسوالي کې پر هغه ځای وشوه چې طالبان په کې راټولېدل.
د افغانستان د ملي اردو ځواکونو د عملیاتو په دوام کې په نُسي ولسوالي کې یوه هوايي حمله وشوه چې په نتيجه کې يې د طالبانو د ډلې اته کسان ووژل شول او ګڼ شمېر نور يې ټپيان شول.
دا هوايي حمله هغه مهال وشوه چې طالب جګړه مارانو غوښتل په دې ولسوالي کې د ملي اردو پر پوستو حمله وکړي.
د بدخشان ولایت نُسي ولسوالي له هغو پنځو ولسوالیو ده چې د دروازو په نوم یادېږي چې له تاجکستان او چین سره پوله لري.
دا ولسوالۍ نُسي، شُکي، ماهمي، کوقاب او خواهان دي.

Comments