دفاریاب اوسیدونکو دطالبانو دظلمونو په ضد پاڅون کړی

comments 0

هندوکش – فاریاب: دفاریاب ولایت ځایي چارواکي وایي،چې دیاد ولایت په شرین تګاب ولسوالۍ کې ولسي وګړو دطالبانو پر ضد پاڅون کړی او د دوی پر ضد یې وسلې پورته کړې دي.
دشرین تګاب ولسوالۍ اوسیدونکي وایي،طالبانو زمونږ له کورونو څخه دجګړې سنګرونه جوړ کړی او په یوه نوم اوبل نوم ملکي وګړي ځوروي او شهیدانوي یې.
دوی زیاتوي،چې په شرین تګاب ولسوالۍلپاره دطالبانو نومول شوی ولسوال خنجري یو ظالم او جابر سړی دی او دملکي وګړو دوژنو او ځورونو اصلي مسول دی.
دیادې ولسوالۍ اوسیدونکي له ټولو هېواد والو غواړي،چې ددې قاتلانو په وړاندې پاڅونونه وکړئ او له سیمو یې وشړئ.
عاطفه مصمم

Comments