دغزني امنيه قوماندان امين الله امرخېل استعفا منظوره شوه

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل چې د نوموړي په وینا د روغتیایي ستونزو له امله یې کورنیو چارو وزارت ته استفعا وړاندې کړې وه شوه.
نوموړې پژواک خبري آژانس ته ویلي چې څه موده وړاندې يې د کورنيو چارو وزارت ته استعفا ورکړې وه او تېره ورځ منظور شوې ده.
پژواک خبري آژانس نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې نوموړي زياته کړې چې : (( که زما وظيفې په جريان کې چاته ترخه ويل شوي وي او د چا حق ضايع شوی وي زه د هر ځوان، کونډې، عالم، تور سرې او د غزني ولايت له ټولو خلکو معذرت او بښنه غواړم.))
د کورنیو چارو وزارت د امنیتي معینیت په یوه مکتوب کې چې د امین الله امرخیل استعفا منظور شوې ده راغلي چې
سمونوال مصطفى مايار د غزني د امنيې قوماندانۍ د سرپرست په توګه ټاکل شوى دى.
مايار تر دې وړاندې د ٣٠٣ سپين زر زون قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې رييس وو.
سپوژمې پوپلزې

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply