درې ولایتونو کې ۲۲ طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش – غزني: په غزني، خوست او پکتیکا کې د هوایي او ځمکنیو بریدونو له امله څلور دیرش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
له ۲۰۳ تندر قول اردو څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت هوایي ځواکونو د غزني جغتو او ده یک ولسوالیو بشیر کلا، ارام کلا، پایلوچ او د پکتیکا برمل ولسوالۍ په مرغي سیمو کې د جلا جلا عملیاتو پر مهال ۱۵ وسله وال وژلي او درې نور ټپیان دي.
خبرپاڼې زیاته کړې، چې ملي اردو د غزني دویم نمبر لویې لارې په اوږدو کې د عملیاتو پر مهال څلور وسله وال وژلي او اووه نور ټپیان دي.
تندر قول اردو ویلي، د خوست موسی خیلو ولسوالۍ کې هم امنیتي ځواکونو سره د نښتو پر مهال درې وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
شاه رسول غزنوي

Comments