درې ولایتونو کې عملیات شوي

comments 0

هندوکش_  : ارزګان پکتیا او خوست ولایتونو یوولس طالبان وژل شوي دي.

د ارګ د مالوماتو د همغږي مرکز وایي، د خوست صبریو ولسوالۍ کې د عملیاتو پرمهال دوه طالبان وژل شوي او درې نور ټپيآن دي.

سرچینه لیکي چې د ارزګان په چارچینو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کړې پنځه طالبان وژل شوي.

د ارګ د همغږي مرکز د پکتیا په جاني خېلو ولسوالۍ کې د دوه طالبانو د وژل کیدو او څلور شکمن کسانو د نیول کیدو خبر هم ورکړی دی.

په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اووښتې.

ننگیالی کوهنورد

Comments