درې میلیونه افغانان له قطحۍ سره مخ کیدونکي دي

comments 0

هندوکش – کابل: شاوخوا درې میلیونه افغانان بیړنیو خوراکي توکو ته اړتیا لري.
د خوړو نړیوال سازمان خبرداری ورکړی که په و خت له دغو شاوخوا درې میلیونو افغانانو سره د خوراکي موادو مرسته ونه شي نو له قحطۍ سره به مخ شي.
خوړو نړیوال سازمان دا په افغانستان کې یوه بې سارې وچکالي ښودلې ده.
په راپور کې راغلي چې شمال او لویدیځ کې د یو شمیر سیمو حاصلات د وچکالۍ له امله له منځه تللي چې سلګونه او زرګونه کسان یې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ ویستي دي.
خوړو نړیوال سازمان ویلي دوی یواځې دوه اعشاریه پنځه میلیونه کسانو سره مرسته کولی شي په داسې حال کې چې درې میلیونه کسان بیړنیو خوراکي توکو مرستو ته اړتیا لري.
راپور کې راغلي چې دغه کسانو ته د ورځې یو وخت خوراک هم په بشپړ ډول نه رسیږي چې هغه چای له وچې ډوډۍ سره دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments