درې اړخیزه غونډه کې پرکونړ خبرې شوي

comments 0

هندوکش – کنړ: د افغانستان، پاکستان او ناټو لوړ پوړو چارواکو درې اړخیزه غونډه کړې چې د ډیورنډ په تړاو مهمې خبرې پکې شوي.
غونډه کې تر ډېره پر کونړ او ځېنو نورو ولایتونو د پاکستاني پوځیانو د راکټي بریدونو په تړاو خبر ې وشوې.
دغه غونډه چې تیره ورځ په کابل کې جوړه شوې وه د پاکستان له لوري د هغه هېواد د دفاع وزارت د اپراسیون مشر په کې برخه اخېستې وه.
دفاع وزارت خبر ورکړی چې یاده غونډه نوبتي وه چې هر درې میاشتې وروسته د افغانستان پاکستان او ناټو چارواکو په ګډون جوړیږي.
افغانستان نه یواځې دا چې د ترهګرۍ د مرکزونو د پاللو په تړاو له پاکستان شکایت لري له تیرو څو کلونو راپدیخوا په یو شمیر ولایتونو راکټي بریدونه یو بل هغه لامل دی چې افغان حکومت او ولس یې اندېښمن کړی د ی.
د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ویلي په ناسته کې د پاکستان د راکټي بریدونو سربیره له ډيورنډ کرښې د وسله والو پر تیریدو هم خبرې وشوې.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply