درنو سرتېرو / نجیب ننګیال

comments 0

ستاسې مېړانې، سپېڅلې مبارزې او د مور وطن د دفاع په لاره کې سرښندنې او فداکارۍ ته سلام. د افغانستان خلک به هیڅکله ستاسې قربانۍ هېرې نکړي. په ولږه، تنده، وچو شون‌‌‌‌‌‌ډو او لاغر بدن مو د نړۍ د تر ټولو وحشي، بې پدره دښمن سره جګړه وکړه. داسې دښمن چې هیڅ ارزښت ته قایله نه و. نه یې په ماشوم رحم وکړ. نه په ښځو او سپين ږیرو. نه یې روغتون پرېښود، نه جومات، بازار، حجره او مکتب. د وطن ګوټ ګوټ یې د بېګناه انسانانو په وینو رنګ کړ. تاسې له همدغسې چنګېزي لښکر سره چې د ټولې نړۍ د جاسوسي شبکو ملاتړ ور سره و. د عربو او خلیج شیخانو پیسې وې. د پاکستان په څېر د یوه مضر اټومي هېواد د اووه لکه پوځ د SSG او رېنجر مرکزونو تمرین ځایونه یې پرمخ خلاص و.له داسې پست دښمن سره جګړه ناشونې وه. خو تاسې د خدای په نصرت مهار کړل. داسې چې نن اعتراف کوي، مونږ وحشیان و. تاوتریخوالی مو کاوه. یعني ظلم او وحشت.

ویاړلو سربازانو!
تاسې د وحشت او ظلم پرخلاف ولاړ یئ. خپلې لیکې منظمې وساتئ. ستاسې د مبارزې حقانیت ثابت شو. نن د حقانیې او بنوریې په مفتیانو ماتم دی. نور افغانستان ستاسې دی. ورځ تر بلې به مونږ د یوه قوي نظامي ځواک په شکل را پورته کېږو. با‌‌‌‌‌‌ډسپلنه اردو او مسلکي پولیس د دې هېواد پوره کېدونکی ارمان دی. ‌‌‌‌‌‌په ټول غرور دغه بریا ولمانځئ. درته مبارک دې وي

Comments

Leave a Reply