درست چرګ

comments 0

د اړتیا ور مواد: 1. ژوندى چرګ يوه دانه 1250 ګرامه . 2. مستې 250 ګرامه . 3. غوړي 250 ګرامه . 4. توره زيره د چايو يوه كاچغه . 5. � سپينه زيره نيمه د چايو كاچغه . 6. تور مرچ 6 دانې . 7. لونـګ 12 دانې . 8. لوې هېل 4 دانې . 9. دار چيني يوه كوچنى ټوټه . 10. مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه. د پخولو طریقه: چرګ حلال كړى او پاك يـې كړى په يخچال كي يـې د يخي په ځاى كي كښېږدى. 24 ساعته وروسته يـې را وباسى پرې يـې مينځى او په مستو كي لږ اوبه واچوى او ښه يـې ووهى مساله ميده كړى خو لونګ درست پرېږدى. دا ټوله مساله او درست لونـګ په مستو كي واچوى او ګډ يـې كړى. او وروسته غوړي يا كوچي ويلي كړى او په مستو كي يـې ګډ كړى اوس نو چرګ هم په مستو كي كښېږدى. چرګ ټوټه ټوټه كوى مه دغسي درست يـې په مستو كي كښېږدى او په كاچغه باندي يـې منځ او شا وخوا ټوله په مستو ولړى او په يوه لوښي يا دېګ كي يـې د دوو ساعتو لپاره كښېږدى. دوه ساعته وروسته دېګ پر يو داسي ضعيف اور باندي كښېږدى چي د مستو اوبه وچي سي او مساله پر غوړو راسي بيا يـې نو د اور څخه كښته كړئ. په ياد ولرى چي دا قسم چرګ سور كېدو ته ضرورت نه لري نه لومړى نه وروسته او نه يې مساله بايد ډېره وچه وي بس چي د مستو داوبو دوچيدو سره لږسورسي كفايت كوي.پدې ډول ساده درست چرګ تياردى. دى.

Comments