درانی: د برمته شویو کسانو د خوشي کولو هڅې روانې دی

comments 0

هندوکش – کندهار: د کندهار چارواکي وايي تېره اوونۍ 70 ملکیان د وسله والو طالبانو له خوا یرغمل ونیول شول چې وروسته یې اووه تنه ووژل، 20 تنه یې خوشې کړل او 43 تنه لا هم ورسره دي.
ضیا دراني د کندهار د امنیه قومانداني ویانډ په یوي تیلفونی اړیکه کې هندوکش نیوز ته وویل چې دا کسان تېره اوونۍ پر یوې پوځي اډې د وسله والو مخالفینو تر برېد وروسته له سیمې تښتول شوي و.
ښاغلي درانی وايي، له تښتول شویو نه 7 تنه وسله والو وژلي،20 تنه یې خوشې کړي او پاتې نور یې لا هم له ځان سره ساتلي دي.
نوموړي زیاته کړه: «له امنیتي ځواکونو یا نورو دولتي ارګانونو یو کس هم په دې ډله کې نشته، ټول د سیمې اوسېدونکي دي چې دوی نیولي دي، له دې ډلې اووه تنه یې په شهادت رسولي دي چې هغه هم د سیمې اوسېدونکي و».
دراني زیاته کړه چې د برمته شویو کسانو د خوشي کولو هڅې روانې دي.
له بلي خوا د کندهار د شاه ولیکوټ ولسوالۍ سرچینې وايي، 7 تنه وژل شوي کسان سیمه ییز پولیس دي او په پاتې څه باندې څلوېښتو یرغمل شویو کې هم په زیات احتمال سیمه ییز پولیس موجود دي.
خو دا خبره ضیأ درانی د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند ردوي.
ننګیالی کوهنورد

Comments

Leave a Reply