دداعش ډلې ۲۶ غړي ننګرهار کې امنیتي ځواکونو لخوا وژل شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د امنیتي ځواکونو په ځانګرو عملیاتو کې د داعش ترهګړې ۲۶ غړي د ننګرهار په خوګیانیو او مهمند درې کې وژل شوي دي.
د ننګرهار ولایت نه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې : د خوګياڼو ولسوالۍ اړوند سيمو کې تېره ورځ د سيمې امنیتي ځواکونو او داعش وسله والو ترمنځ جګړه شوې چې په ترڅ کې يې ۲۴ داعش وسله وال وژل شوي او پنځه ژوندي نيول شوي دي.
دغه نښتې د خوګياڼو زون اړوند په تنګي، انارخېل او سليمان خېل سيمو کې شوې دي.
د خبرپاڼې پربنست په نښتو کې پنځه داعشيان ژوندي هم نيول شوي دي.
د ننګرهار ولايت د رسنيو له دفتره په خبره شوې اعلاميه کې راغلي چې د عملیاتو په ترڅ کې دوه وسله وال طالبان هم وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
سرچينه زياتوي، د عملياتو پر مهال ځانګړو ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زيان نه دی اوښتی.
داعش او طالب وسله والو په دې اړه څه نه دي ویلي.
فرهاد شهرانی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply