دداعش ډلې مطبوعاتې مسوول ووژل شو

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل : دامریکایي ځواکونو قوماندانې نه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې دداعش ډلې رسنیو څانګې مشر د افغانستان په ختيځ کې د امریکایې ځواکونو په هوایي برید کې وژل شوې دې.
دداعش رسنیز ډلي مشر (جواد خان) د مړینې پخلی بیا امریکا متحده ایالاتو او افغان حکومت کړې دې.
کوم عملیات چي سږکال داعش پر وړاندې په لاړه اچول شوي دي د جون میاشتې په دریمه جواد خان د ننګرهار ولایت په اچینو ولسوالې که د امریکایې ځواکونو په هوایي برید کې وژل شوې دې.
د متحده ایاالتو ځواکونه قومندان په افغانستان کې جنرال جان نيکولسن وويل: “د نوموړي مړینه به د داعش د شبکې د ګډوډیډو، د هغوی د استخدام د پروسې د خرابيدو او د هغوی د هڅو مخه ونیسي.
نوموړي زیاته کړه چې افغانستان کې داعش ته پټن ځاې نشته مونږ به خپلو عملیاتو لړي ته ادامه ورکو او داعش ته به افغانستان کې ماتې ورکوو.
جواد خان چې دداعش ډلې افغانستان ولایت تبلیغاتي برخه مخته وړله د نوموړي وژل کیدل به د داعش ډلې تبلیغاتي څانګې ته ستونزې ولاړې کړي دا ځکه چې نوموړې پوه او پراخ تبلیغات یې مخته وړل.
د برید په واسطه د داعش ډلې مهم تبلیغاتي مرکز له منځه وړل شوې او دا برید ددې لامل شوې چې افغانستان او سوریې ترمنځ د اړیکو سلسله پړې شي.
دا په داسې حال کې ده چې تردي دمه افغان او امریکا ځواکونو عملیاتو کې دداعش ډلې څو لوړ پوري چارواکې لکه امیر، حافظ سعید خان، عبدالحسیب په تیردو لسو میاشتو کې له منځه وړل شوي دي.
سپوژمې پوپلزی.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply