دداعش ترهګرې ډلې په یوه برید کې د عراقي ځواکونو 72 ملیشه وژل شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – عراق: عراق کی ځایي رسنۍ وایي چې د داعش ترهګرې ډلې په یوه برید کې د عراق لږ تر لږه 72 ملیشه ځواکونه وژل شوي دي.
د عراق بسیجی ځواکونو په یوې اعلامیه کې پیښه تاییده شوې او ویلي دي چې دا برید په حویجه سیمه کی شوې دې.
حویجه چې د بغداد په شمال کې يوه پرته سیمه ده تردې وړاندې هم داعش ترهګرې ډلې ډیری بریدونه په لاره اچولي دي.
د اعلامیې پر بنسټ، برید کوونکي په پوځي یونیفورم کې وو او د جعلي پوستې په توګه یې د دوی لاره ونیوله.
اعلامیه زیاتوي، په متقابلو نښتو کې چې دوه ساعته یې دوام وکړ، ځیني برید کوونکي هم وژل شوي او یو شمېر یې وتښتېدل .
داعش وسله والو د دې برید مسؤلیت واخیست.
عزت تبیان

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply