دداعش ترهګری ډلې غړي پنجشیر ته نږدې ځای پر ځاې شوي دي

comments 0

هندوکش – پنجشیر: پنجشیر ته نږدې د نورستان ولایت په دو آب ولسوالۍ کې دداعش ترهګرې ډلې ۱۳ کورنې ځای پر ځاې شوي دي.
د ولسي جرګې پخوانې غړې ریګستاني په بدخشان کې دداعش ډلې ۱۲۰ غړو د ځای پر ځاې کیدو خبر ورکوي او وایي داعش ترهګره ډله اوسمهال د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې خپلو کوړنیو سره ځای پر ځاې شوي دي.
نوموړې زیاتوي دا چې داعش ترهګره ډله په سوریه او عراق کې ماتې شوې پکې هیڅ شک نشته خو دا وړاندوینه کولاې شو هغوې به دلته راځي.
د نوموړې په وینا، دداعش ډلې اکثره غړي له منځني آسیا افغانستان ته راځې او په دې برخه کې د سیمې استخبارات او پاکستان مرسته کوي.
د یادونې وړ ده چې تردې مخکې هم داسې ګنګوسې رامنځته شوي وو چې پاکستان او ایران په دې هڅه کې دي چې د خپلو ګټو خوندي کولو په موخه داعش تر نامه لاندې افغانستان په خاوره کې خپل فعالیتونه ډیر کړي.
عبید رادپور

Comments

Leave a Reply