دخوست اوسیدونکو له وسلوالو طالبانو څخه دا وربند غوښتنه وکړه

comments 0

هندوکش – خوست: په خوست ولایت کې قومي مشرانو، دیني عالمانو،ځوانانو او یاد ولایت اوسیدونکو دیوې جوړې شوې غونډې په ترڅ کې له وسلوالو طالبانو څخه وغوښتل چې اوربند وکړي.
دغونډې ګډونوالو له طالبانو وغوښتل،چې له افغان حکومت سره دې دسولې په اړه مخامخ خبرو ته کیني، ترڅو په هېواد کې یوه تل پاتې سوله قایمه شي.
دخوست اوسیدونکي وايی، طالبان دې د ولسونو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي، ترڅو په هېواد کې روانه مرګ ژوبله پای ته ورسیږي.
عمران احمدزی

Comments