دا ځل به د شورویانو د وتلو سناریو نه تکراریږي / سید عبدالله پاچا

comments 0

د سولې او بهرنیو پوځونو د وتلو په تړاو اندیښنې شته چې یو ځل بیا به افغانستان کورنیو جګړو کې ښکیل شي او هر څوک به موازي حکومتونه رامنځ ته کړي.
خو افغان حکومت د سولې برخه کې په احتیاط ګام اخلي او له تیرو تجربو به پوره ګټه وکړي چې دا پروسه په دایمي سوله او ثبات بدله شي.
سوله کې د حکومت ونډه او برخه غوښنه ده او پرته د حکومت له موافقې هیڅ موافقه پایله نه ورکوي، دا هغه تجربه ده چې د ډاکټر نجیب الله له وخت اخیستل شوې ده.
ولسمشر محمد اشرف غني چې په پایداره او باعزته سولې ټینګار کوي، هغه دا دی چې سوله باید د جګړې پای وي او هغه سوله هیڅ نتیجه نه ورکوي چې جګړه پکې دوام پيدا کړي.
ولسمشر محمد اشرف غني د همدې پروسې د ناستو په دوام پرون ماښام په المان کې د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې د سناتور لینزي ګراهام په مشرۍ د امریکا متحدو ایالتونو د سنا جرګې له یو شمېر غړو سره وکتل.
په دغه کتنه کې دواړو لوریو د سولې پروسې او د افغانستان او سیمې د امنیتي وضعیت په اړه بحث او خبرې وکړې.
سناتور ګراهام د دې په څرګندولوسره چې موږ د سولې په برخه کې د افغان حکومت له هڅو ملاتړ کوو وویل، له افغانستان څخه به د امریکا ملاتړ دوامدار وي او موږ به د یوه متحد ستراتیژیک په توګه د افغانانو تر څنګ پاتې شو.
ولسمشر محمد اشرف غني د سولې پروسې او په دې برخه کې د افغان حکومت د هڅو او تعهد په اړه په خپلو خبرو کې وویل، تروریزم افغانستان او امریکا ته ګډ ګواښ متوجه کړی او باید له دغې شومې پدیدې سره د مبارزې په برخه کې ګډې هڅې وشي.
امریکا متحده ایالاتونه تمه لري چې طالبان له جګړې لاس واخلي، اوربند او پایداره سوله ومني.
ولسمشر په دې لیدنه کې ډاډ ښودلی چې د افغانانو ظرفیتونو تغییر کړی، د ولسواک نظام بنسټونه پیاوړي شوي او د امنیتي او دفاعي ځواکونو وړتیاوې لوړې شوې دي.
هغه بیا تکرار کړې چې زموږ لیدلوری سیمه ییز اتصال او د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پراختیا ده.
ولسمشر امریکايي سناتورانو ته وویل، موږ مخکې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د کمولو پر څرنګوالي د امریکامتحدو ایالتونو سره تفاهم کړی او نن ټول عملیات افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه مخته وړي.
په دغه کتنه کې سناتور ګراهام د نورو سناتورانو په استازیتوب په خپلو خبرو کې وویل، موږ د افغان حکومت او خلکو تر څنګ یوو او د ګډو لاسته راوړنوساتنه کوو.
هغه زیاته کړه، حقاني شبکه او نورې ټولې تروریستي ډلې اوس هم د دواړو هیوادونو د ګټو پر وړاندې یو ګواښ دی او پر ضد یې باید ګډه مبارزه وکړو.
دا هغه خبرې دي چې ټول افغانان یې غواړي او داسې سولې ته رسیدل غواړي چې ثبات یې ترشاه وي او دا اوږده جګړه پای ته ورسوي.

Comments