دا خوراکي توکي مو په سړه هوا کې تاوده ساتي

comments 0

د کال په سړو شپو ورځو کې اکثر کسان له ګرمو خوړو سره علاقه پیدا کوي لکه سوپ ، شوربا او داسې نور تر څو وکولای شي ساړه تحمل کړي مګر پرته لدې نور غذایي توکي هم شته چې ستاسو روغتیا او د وجود ګرم ساتلو ته مرسته کوي
ګرم سوپ
د بدن د حرارت درجې ګرم ساتل د ژمي په شپو کې ډ ېر اړین دي پرته لدې کېدای شي تاسو د کال سړې شپې ټولې په بستره کې په ناروغۍ تېرې کړی ځکه کله چې هوا سړېږي د بدن میتابولیسم ضعیفېږي دا یو له دلایلو دئ چې موږ په ژمي کې د خوب او بې حالۍ احساس کوو مګر اندېښنه مکوئ
ترخه مرچک
ترخه مرچک که هغه سره وی یا شنه تازه وي یا وچ د کپسایسین درلودونکي دي همدارنګه که چېرې لومړی ځل ګټه ترې اخلئ ممکن د سوزش او حساسیت سبب شي مګر ډېر ژر به تاسو تاوده وساتي او دا تودوخه به تاسو احساس کړئ
پیاز
پیاز په چیني سنتي طب کې د انرژۍ د سرچینې په حیث پېژندل شوي او د اوبو او یخنۍ پر وړاندې ډېره مرسته کوي پیاز له تاسو سره مرسته کوي چې بدن مو تود وساتي او د ناروغیو پر وړاندې مقاومت زیاتوي او تاسو سره د یخنۍ په مقابله کې مرسته کوي د پیاز غوزې کولای شي ستاسو کلیسیم پوره کړي ، د هډوکو او ماهیچو په تقویت کې رغنده رول لري
زنجبیلي چای
که ددې په لټه کې یاست چې یو ګیلاس مو بدن تود کړی نو د زنجبیل رېښې دم کړی داسې ګڼل کېږي زنجبیل د ترموژنیکي ځانګړتیاوو درلودونکي دي او کولای شي تاسو تاوده وساتي زنجبیل د بدن تودوخه مناسبه ساتي او د وینې جریان سموي تاسو ته په ژمي کې هر سهار د زنجبیل چای توصیه کوو
د یادو خوراکونو تر څنګ کورکمند ، شات ، د کنجد دانې ، رېښه اي سبزیجات ، حیواني غوړي ، وچې مېوې ، هګۍ ، قهوه، غوښه هم ګټور دي .
ستاسو روغتیا زموږ هیله ده

Comments