دایکندي کې پر ولسي پاڅون کوونکو برید شوی

comments 0

هندوکش – دایکندي: د دایکندي په پاتو ولسوالی کي ۷ ولسي پاڅون کوونکي د طالبانو برید کي وژل شوي.
د دایکندي ولایت مقام وايي، تېره شپه وسله والو طالبانو د دایکندي ولایت (پاتو) ولسوالی کي د ولسي پاڅونوالو په یوه امنیتي پوسته برید کړی چي په ترڅ کي یې ۷ تنه ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.
د دایکنډي د والي ویاند علي اکبر ناطقي وویل تېره شپه اته بجې وسله والو طالبانو د یادي ولسوالی مرکز ته څېرمه سیمه کي بریدونه پېل کړي وه چي سیمدستي سیمي ته نور پاڅونوال رسېدلي او وسله وال یې په شا کړي دي.
خو دا چي طالبانو ته څومره تلفات اوښتې په اړه یې د والي ویاند مالومات نه لري.
یوې بلي سرچینې بیا د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته وویل دغو بریدونو کي ۸ ولسي پاڅونوال وژل شوي، ۳ ژوبل شوي او ۲ طالبانو نیولي دي.
پاتو ولسوالی تازه د ارزګان د ګیزاب ولسوالی څخه بېله شوې ولسوالی ده چي څو ورځي وړاندي رسمي دایکندي ولایت پوري اړوند شوه.

Comments