دایکندي کې د طالبانو له لوري د ځای پر ځای شوي ماین چاودنې ۱۴ ملکیان ووژل

comments 0

هندوکش ـ دایکندي: د افغانستان مرکزي ولایت دایکیندي کې چارواکي وايي، چې د دغه ولایت کجران ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له امله ۱۴ ملکیان وژل شوي او درې ټپیان دي.
په وژل ملکیانو کې ۷ ښځې، ۵ ماشومان او ۲ سړي دي او ۳ ماشومان ټپیان دي.
د چارواکو په خبره، چاودنه د سې شنبې په ورځ( د سپټمبر ۲۹) سهار په سلیمان اباد کلي کې شوې ده.
د دایکندي د والي ویاند نصرالله غوري رسنیو ته وویل، چې چاودنه د ولسي وګړو په موټر هغه مهال شوې چې یوه زیارت ته لاره وو.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، دې پېښې کې ۱۵ ملکیان وژل شوي دي.
نوموړی خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې ماین د طالبانو لخوا ځای پر ځای شوی وو او زیاتوي: دا کار د ولس پرضد د طالبانو د جنایت دوام ښيي. تېرو شپږو میاشتو کې دې ډلې ترهګریزو بریدونو سره نږدې ۳۵۰۰ ملکیان يې وژلي او ټپیان کړي دي.
لا هم مالومه نه ده چې د پېښې قربانیان د یوې کورنۍ غړي دي که نه.
ښاغلی غوري زیاتوي، د پېښې ټپیان د کجران ولسوالۍ روغتون ته وړل شوي دي.
نوموړی دا هم وايي، چې دا مین وسلوالو طالبانو اېښی و، خو دې ډلې تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
په ورته وخت غزني کې ځايي چارواکي وايي، د دغه ولایت نواباد کې پر یوه کور د هوان غورځېدو له امله درې کسان ټپي شوي دي.
ځايي چارواکي وسلوال طالبان د دې پېښې مسوول دي.
سره له دې چې وروستیو میاشتو کې په لویه کچه چاودنې کمې شوې، خو کابل او ځینې نورو ولایتونو کې د چسپکي ماینونو په ګډون هدفي بریدونه اوڅار ډېر شوي دي.
د افغانستان د انساني حقونو د تازه رپوټ له مخې، شخلي یا چسپکي ماینونه د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې زیاتېدو یو عامل دی.
شاه رسول غزنوي

Comments