داکتر عبدالله نن د شانګهای غونډې ګدونوالو ته وینا کوي

comments 0

هندوکش – تاجکستان: تاکل شوې نن د حکومت اجراییه ریس داکتر عبدالله عبدالله د شانګهای غونډ ګدونوالو ته وینا وکړي
اجرایه ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې هغه به په دغه غونډه کې د ترهګرۍ ضد مبارزې، په سیمه کې امنیتي همکاریو، اقتصادي همکاریو د ډېرولو، رېللارو د جوړولو او د سوداګرۍ په برخه کې هم د غړو هېوادونو ترمنځ د اسانتیاوو پر ډېرولو خبرې وکړي.
عبدالله عبدالله د شانګهای غړو هېوادونو په غونډه کې د ګډون لپاره پرون پلازمینې دوشنبې ته تللی دی. له نوموړي سره په دغه سفر کې یو حکومتي پلاوی هم ملتیا کوي.
په غونډه کې پر افغانستان سربېره د غړو هېوادونو لوړپوړو استازو ګډون کړی دی او پر مهمو مسایلو به خبرې کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments