داکتر عبدالله: د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزې لپاره ملي یووالي حکومت قوي اراده لري

comments 0

هندوکش – کابل : د چنګاښ په اتلسمه د ملي یووالي حکومت اجرائيه رئیس د امریکا متحده ایالاتو بهرنیو چارو وزاره مرستیال سره لیدنه وکړه.
لیدنه کې عبدالله عبدالله وویل چې مخدره توکې افغانستان کې لویه ستونزه ده او حکومت ددغې پدیدې له منځه وړلو لپاره قوي اراده لري.
اجرائیه ریس د امریکا متحده ایالاتو، نړیوال ټولنو او سیمه ییز هیوادونو وغوښتل چې افغانستان سره ددې پدیدې پر وړاندې هر ارخیزه مرسته وکړې.
د امریکا بهرنیو چارو مرستیال وویل چې هیواد یی د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزې لپاره نوې طرح جوړه کړې چې غواړې افغانستان کې پلي کړي.
ښاغلې برونفیلد وویل امریکا حاضر دې ترڅو دغه شومه پدیده افغانستان کې نابوده کړي او هیواد یې آماده دې ترڅو د نشه یي توکو ارخونه وه ارزوي.
نوموړي زیاته کړه چې هیواد یې حاضر دې افغانستان سره هر ارخیزې مرستې وکړي او امریکا حاضر دې چې د نشه یي توکو تقاضا کوونکو ته پاې تکې کیږدي.
برونفیلد نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه په بخش کې د ملي یووالي حکومت ستاینه وکړه او وی ویل چې دغې برخې کې امریکا او نړیواله ټولنه باید همکاري وکړي.
سپوژمی پوپل زی

Comments

Leave a Reply