دانش: که سیمې هېوادونه ګډې ګټې غواړي افغان حکومت سره دې مرسته وکړي

comments 0

هندوکش – تاجکستان: د ریکا کنفرانس چې د ترکمنستان په پلازمېنه عشق اباد کې جوړ شوی و، د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د سیمې هېوادونو استازو ته په ډاګه ویلي چې که غواړئ سیمه ییزې اقتصادي ګډې پروژې بریالۍ شي، پکار ده چې د افغان حکومت د طرحو ملاتړ وشي.
سرور دانش د ریکا کنفرانس په وینا کې ټینګار کړی چې له ترهګرۍ سره ګډه مبارزه کولای شي، د سیمې هېوادونو اقتصادي پروژې په اسانۍ پلي کړي.
دانش خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د ترهګرۍ ګواښ له منځه وړل د ټولو هېوادونو لپاره مهم دی او پکار ده چې په دې برخه کې هیڅ راز مرستې و نه سپمول شي.
د دانش په خبره، افغان ځواکونه د سیمې او نړۍ په نمایندګۍ د سیمې او نړۍ له ترهګرو سره په جګړه دي او له ترهګرۍ سره مبارزه کولای شي، د ټولو هېوادونو ګډې اقتصادي ګټې تضمین کړي.
محمد امان دوران

Comments

Leave a Reply