دانش: کابل کې موټربم چاودنې ۸ تنه وژلي او ۲۵يې ټپیان کړي

comments 0

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل ښار په نننۍ انتحاري حمله کې اته تنه وژل شوي او ۲۵ ټپيان دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویندوې دفتر سرپرست نجیب دانش د پېښې په ځای کې خبریالانو ته ویلي چې د حملې هدف د بهرنیو ځواکونو کاروان وو چې له سیمې څخه د تېرېدو په حال کې وو.

دغه چاودنه نن سهار شاوخوا اته بجې د نهمې حوزې اړوند د روغتیا څلور لارې ته ورڅېرمه په کوم ځای کې چې د امریکا سفارت او ستره محکمه موقعیت لري شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د پېښې ټول قربانیان ملکیان دي.

د راپورونو پر اساس ددې حملې مسولیت داعش یا اسلامي دولت په نامه ډلې منلی دی.

پخواني:

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل په نهمه امنیتي حوزه کې موټر بم چاودنه شوې.

د دې وزارت سرپرست ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل چې کابل کې شوي موټربم چاودنې ۸ تنه وژلي او ۲۵یې ټپیان کړي چې ټول ملکیان دي.

نوموړی وايي، په دې حمله کې د بهرنیو ځواکونو موټرونه ویجاړ شوي خو دوی ته تلفات نه‌دي رسېدلي.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په دغې پېښه کې ۴ تنه وژل شوي او ۲۵ ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت ویاند محمد اسماعیل کاووسي زیاتوي جې ښايي د وژل شویو په شمېر کې زیاتوالی راشي.

تر اوسه پورې د دې حملې مسؤلیت کومې وسله‌والې ډلې نه‌دی منلی.

پخواني معلومات

کابل ښار د څو ورځو نسبي امنیت وروسته نن يو ځل بیا د چاودنې شاهد و.

دغه چاودنه نن سهار شااوخوا اته بجې د نهمې حوزې اړوند د عامې روغتیا څلور لارې ته ورڅېرمه په کوم ځای کې چې د امریکا سفارت او ستره محکمه موقعیت لري رامنځته شوې.

يوې امنیتې سرچینې ویلي چې دغه حمله انتحاري وه او ځانمرګي چاودېدونکي توکي په خپل ځان پورې تړلي وو.

خو امنیتي مسؤلینو لا تر اوسه د دغې پېښې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه‌دي ویلي.

خو د عیني شاهدانو له قوله ویل کېږي چې سیمه کې یې څو جسدونه او ټپيان لیدلي.

په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وايي چې سیمه کې پنځه ویجاړ شوي موټرونه لیدل کېږي چې دوه‌يې د بهرنیو ځواکونو زغروال ټانکونه دي.

د دغې حملې مسؤلیت لا تر اوسه چا پر غاړه نه‌دی اخیستی.

پخواني معلومات

د کابل په نهمه حوزه کې د روغتیا څلور لارې ته څېرمه د يوه رسټورانټ مخې ته انتحاري حمله شوې ده.

په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وايي چې سیمه کې پنځه ویجاړ شوي موټرونه لیدل کېږي چې دوه‌يې د بهرنیو ځواکونو زغروال ټانکونه دي.

په پېښه کې د مرګ ژوبلې په اړه لا کره معلومات نه‌شته خو د عیني شاهدانو له قوله ویل کېږي چې د پېښې په ځای کې یې دوه جسدونه لیدلي.

د ازادي راډیو خبریال همدارنګه وايي چې اوس‌مهال سیمه کلا بنده ده او د پېښې ځای ته امبولانسونه رسېدلي.

Comments

Leave a Reply