دانش: د طالبانو خوب نه رښتیا کیږي

comments 0

هندوکش – کابل: د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وایي، د طالبانو هغه خوبونه به په حقیقت بدل نه شي چې د امنیتي او دفاعي بنسټونو د له منځه وړلو لپاره یې لیدلي دي.
د ولسمشر دویم مرستیال سروردانش چې د تفتیش عالي ادارې ته یې نوی رییس معرفي کو، یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې د سولې د خبرو جریان دې پر افغان ځواکونو بریدونه ودروي.
دانش نیوکه وکړه چې طالبان د سولې به خبرو سره ـ سره په افغان ځواکونو او افغانانو بریدونه ته دوام ورکوي چې دا په هیڅ قانون کې نشته.
د تفتیش عالي ادارې رییس چې ۱۶ کاله یې دنده کړې وه، لیرې او پر ځای یې نعیم حقمل کار پيدا کړ او د شفافیت ژمنه یې وکړه.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments