دافغان نجونوپه ګډون نن امریکاکې دروباټ جوړنکو ټورنمنټ په رسمي توګه پیلیږي

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: نړیوال روباټ جوړونکو ټورنمنت چې نن په امریکا کې په لاره اچول کیږي د افغان نجونو په ګدون به په رسمي توګه پرانیستل شي.
په یوې اعلامیې کې چې افغانستان سفارت نه امریکا کې خپور شوې دې راغلي چې د افغان نجونو شپږ کسیزه ډله به د یکشنبې له ورځې د روباټ جوړولو په نړیوال دوه ورځني چلنج کې د افغانستان لپاره ګډون وکړي خو امید شته چي ستره بریا به راوړي.
افغان سفیر له قوله خبرپاڼې کې راغلي دي چې افغانستان لومړۍ پرمختللی بخش وګڼلو چي دوی هم دنورې نړۍ په څیر دپرمختګ اوهڅو لیوال دي او د دوی هیواد اوس هم دیوه منظم نظام په ډول کارکوي.
دا په داسې حال کې ده چې تردې مخکې نجونولپاره دویزې په برخه کې ستونزې وي ،خوکله چي دامریکا ولسمشرټرمپ له موضوع خبرسو نوپه اړونده اداره یې ږغ وکړچي دافغان نجونو ویزې دې په اسانۍ سره ورکړي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply