دافغانستان لپاره دناټو نوي ملکي استازي خپله دنده پیل کړه

comments 0

هندوکش – کابل: دافغانستان لپاره دناټو دهېوادونو نوي ټاکل شوي استازي اسټیفانو پونټیکوروو خپله دنده پیل کړه،نوموړی تر دې وړاندې په پاکستان کې دایټالیا سفیر وو.
دعوڅ ملاتړ ماموریت له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي،چې نوموړی به دعوڅ ماموریت په چوکاټ کې دافغان ځواکونو په روزنه،مشورې او له افغان حکومت سره دناټو هېوادونو اړیکې تنظیموي.
خبرپاڼه زیاتوي،چې ښاغلی پونټیکوروو د دندې په پیل کې ژمنه کړې،چې له افغان حکومت سره به خپلې مرستې دوامداره ساتي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments