داعش له خپلو پلویانو غوښتي څو په روژه کې بریدونه لاډیر کړي

comments 0

دداعش ډلې ویاند ابي الحسن المهاجر  دعراق، او سوریې ترڅنګ پر امریکا، اروپا، روسیه، آسترالیا، ایران او فلبین د بریدونو ډیروالي غوښتنه کړې ده.
د داعش ویاند لخوا پر تلیګرام یو غږیز پیغام خپور شوې چې پکې راغلي: «د موصل او رقه داعش ډلې ځوانانو روافض او مرتد کسان ووژنۍ».
د منسوب شوي پیغام کړه توب که څه هم تر اوسه معلوم شوې نه دې خو بیا رویترز خبري آژانس دغه غږ مخکینې غږ ته ورته ګني چې پخوا خپور شوې وه.
داعش ډلې دا ځل خپلو پلویانو ته په امریکا، روسیه، اروپا، آسترالیا او نورو هیوادونو ویلي دي چې:« ستاسې په خاوره کې ستاسې ورونه بی وسه شوي د هغوی لاس نیوې وکړي په سوریه، ایران او فلبین کې دوی د روژې میاشتې پر مهال وژغوړي».
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې داعش ډلې دی روژې په مبارکې میاشت کې ایران، عراق او سوریه کې ځینې بړیدونه ترسره کړي دي چې ډیرې عام وګړو ته ېي ځاني تلفات اړولي دي.
فضل احمد الکوزې.

Comments

Leave a Reply