داعش ډلې د کابل ښار پر امام زمان جومات د برید کوونکو نومونه خپور کړل
هندوکش: داعش ترهګړې ډلې د کابل پر امام زمان جومات د برید کوونکو نومونه چې له امله یې سلو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده انځورونو سره یوځاې خپاره کړ.
دداعش ترهګړې دلې په خپور شوي خبر کې راغلي چې: د تېرې جمعې ورځې برید چې سلو تنو ته مرګه ژوبله پکې واوښته، د ابو زید الخراساني او ابو جندالله الازبکي له خوا ترسره شوی دى.
خبر کې ویل شوي چې، په برید کې یې سلو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
خبرپانه زیاتوي چې، ترسره شوي برید له امله یې ۶۰ تنه وژلي او ۴۰ تنه افغانان یې ټپیان کړي دي.
په دې اړه بیا تر اوسه حکومتي چارواکو څه نه دي ویلي.
شکریه نیکبین
داعش ډلې د کابل ښار پر امام زمان جومات د برید کوونکو نومونه خپور کړل

Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.