داعش ډلې د جوزجان پر درزآب ولسوالۍ برید کړې

comments 0

هندوکش – جوزجان: د سیمه ایزو چارواکو په وینا داعش ډلې د یاد ولایت د درزآب ولسوالۍ پر مرکز وسلوال برید کړی دی.
چارواکې زیاتوي، چې د داعش ترهګرې ډلې له څه مودې راپدیخوا د دغې ولسوالۍ پر مرکز د برید چمتووالی نیولی و.
چارواکو منلې ، چې د اړوند ولسوالۍ پر مرکز داعش وسلوال برید کړی؛ خو وایي، چې د داعش او امنیتي ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده او مرکزي حکومت باید دې نښتې ته جدي پاملرنه راواړوي.
د یادونې وړ ده چې تردې وړاندې هم یادې ډلې د هیواد پر بیلابیلو سیمو وسله وال بریدونه ترسره کړي وو د افغان امنیتي ځواکونو سخت غبرګون سره مخ شول.
عاطفه مصمم

Comments