داعش ډلې په عراق کې تر ددو سوو ډیر ترکمنان وژلي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – عراق: داعش ترهګرې ډلې تر دوو سوو ډیر هغه ترکمنان د موصل ښار د تلعفر په ولسوالۍ وژلي دي چې د تیښتې په هڅه کې ول.
نورالدین کپلان د موصل ښار د ولایتي شورا مرستیال وایي: چې داعش ترهګرې ډلې نږدې دوه میاشتې مخکې د تلعفر په ولسوالۍ کې تر ۲۰۰ تنو ډیر ترکمنان چې امنو سیمو ته يي د تلو هڅه کوله نیولي وو. اوس مهال داعش ترهګرې ډله په موصل ښار کې د ډیرو سیمو د لاسه ورکولو نه وروسته په قتل عامونو پیل کړی دی.
نوموړي وویل چې ددې بې ګناه کسانو په منځ کې ښځو او ماشومانو هم شتون درلود.
د نوموړي په وینا داعش ترهګرې ډلې د څو میاشتو راهیسې په تلعفر ولسوالۍ کې د ملکي میشتو خلکو په کورونو او د کورونو ترشاه نظامي مرکزونه جوړ کړي دي. داعش د تلعفر د سیمې د ملکي وګړو نه د سپر په توګه کار اخلي. همداشان هر هغه څوک چې د تیښتې هڅه وکړي په بې رحمانه توګه يي وژني.
داعش ترهګره ډله چې د ۲۰۱۴ کال د جون له میاشتې وروسته موصل ښار نیولې دې تر اوسه پکې حکومت کوي یاده شوې ولسوالۍ د عراق تر ټولو د لویو ولسوالیو نه یوه ده. چې یاده ولسوالۍ کې ډیری ترکمنان میشت دی. دا ولسوالۍ اوس هم د داعش ترهګرې دلې تر کنټرول لاندې ده.
توریالې سحر

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply