داعش سوریې کې ١٢٨ تنه وژلي دي

comments 0

هندوکش – سوریه: داعش وسله والې ډلې د سوریې القرتین سیمې نه وتلو نه مخکې په لسگونو تنه ملکیان وژلې دي او د هغوې مړي یې په کوڅو کې پریښودي.
حکومتي چارواکي وایي په دغه سیمې کې ٢٢ ورځو راهیسې داعش وسله والو سره په جنگ و.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي دولت شاوخوا ٢٠٠غړي د سوریې دښتې ته د هغې نه وروسته تښتیدلې دي چې د ملکیانو نه یې سرونه پرې کړل.
برتانیې کې د بشر د حقونو د څار ډلې په خپله ویبپاڼه لیکلې چې د اسلامي دولت ډلې شاوخوا ١٢٦ ملکیان وژلې دي.
دغه ډله زیاتوي چې په وژل شوو کسانو کې ٨٣ په تیرو ۴٦ ساعتونو کې وژل شویدي.
د بشر د وضع د څار ډله دا هم وایي چې ١٢ تنه د سوریې حکومتي قواوو وژلي دي.
د یادونې وړ ده چې د القریاتین د سیمې ځایي چارواکو د ملگرو ملتونو نه خواست کړی و چې د القریاتین خلک د ممکنه قتل عام نه وژغوري.
محمد امان دوران

Comments

Leave a Reply