داعش د ځالې جوړولو هڅه کوي

comments 0

هندوکش – امریکا: نیکي هیلې وایي، داعش هڅه کوي چې ځان ته د پښې اېښودولو ځای پیدا کړي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمې استازې نیکې هیلې ویلي، داعش ډله په دې هڅه کې ده چې ځان ته د پښې اېښودلو ځای پیدا کړي او د خپلو کسانو لپاره خوندي ځایونه برابر کړي.
هیلې زیاته کړې چې نړیوال باید ډاډمن شي چې دغه ډله نور د تل لپاره ختمه شوې ده.
نوموړې د ترهګرۍ او داعش پر ضد جګړې ټینګار کړی او ویلي دي چې امریکا د ټولو هغه ځواکونو ملاتړې ده چې د داعش پر ضد مبارزه کوي.
داعش ډلې بیا د نیکې هیلې د دې څرګندونو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
فکور نعیمي

Comments