داعش: د طالبانو وژل واجب دي

comments 0

هندوکش: داعش تکفيري ډلې په خپل نوي پيغام کې د طالب ترهګرو وژل واجب بللي دي.
ياده خبره چې اوس په رسنیو کې لاس په لاس کيږي داعش له خپلو پلويانو غوښتي چې چیرته طالب ويني سمدستي دې ووژني.
دوی طالبان د روافضو ( ایرانيانو) غلامان بللي دي او امر يي کړی چې تر وژلو وروسته د دوی هرڅه باید غنيمت شي.
دوی په يوه اعلاميه کې د طالبانو پر ضد د پراخو بریدونو خبره هم کړې.
ياده دې وي چې په وروستي يو کال کې د طالبانو او داعش تر منځ څو ځلې خونړۍ نښتې هم شوي دي.
بل لوري ته ويل کيږی طالبانو ته روسيه او ایران پيسې او وسلې ورکوي څو داعشيان ددې هیوادونو پولو ته نيږدې پرې نه ږدي.
ياده دې وي چې داعشيان په افغانستان کې دوه کاله کيږي چې را پيدا شوي دي چې د افغان حکومت له لوري سخت ځپل شوي دي او نيږدې د دوو مشرانو په ګډون يي سلګونو پلويان هم په هیواد کې وژل شوي دي.
سپوژمی پوپلزی

Comments

Leave a Reply