داعش د ایران له لارې افغانستان ته راځي (څیړنیز راپور)!

comments 0

9 Views

تاسو به له رسنیو اورېدلي وي چې په ډېره لږ موده کې د افغانستان شمالي او ختیځې سیمې د داعش ډلې له لوري ناامنه شوې او ددې ډلې جنګیالي ددې سیمو د خلکو ژوند ګواښي، کورونه یې سوځوي ، مالونه یې لوټوي ، پېغلې یې په زوره خپلو جنګیالیو ته نکاح کوي ، ددې ډلې روزونکي څوک دي ؟ او دا ډله افغانستان ته څنګه او چا راوستله؟
د افغانستان وسلوال ځواک د داعش پر وړاندې ډېر چټک او دوامداره عملیات په لاره اچولي ددې عملیاتو په ترڅ کې سلګونه داعشیان وژل شوي او یا هم ژوندي نیول شوي ، د ژوندیو نیولو شوو داعش جنګیالیو له ډلې د ایران هېواد یو تبعه له رسنیو سره په مرکه کې ویلي : د داعش ډلې د تمویل او روزنې تر شا د ایران سپاه پاسداران ډلې لاس دئ او ایران دا ترهګره ډله له سوریې او عراق څخه افغانستان ته لېږدوي ، د یاد داعشي په وینا ایران د داعشیانو لپاره په خپله خاوره کې د روزنې لپاره پټ مرکزونه لري او زرګونه داعشیان د افغانستان جګړې ته روزلي او دا لړۍ جاري ساتي ، هېره مو نه وي لدې وړاندې هم ایران د داعش ، فاطمیون لښکر، او نورو وسلوالو په ملاتړ تورن وو ، ایران په افغانستان کې د اقتصادي ، زیربیاني ، او د اوبو مدیریت پروژو پر وړاندې ښکاره او پټ مخالفت لري ، تر دې وړاندې هم ایران هېواد له افغان طالبانو سره د درنو او سپکو وسلو مرسته کړې او لدې لارې یې د افغان حکومت پر وړاندې ګواښونه راولاړل کړي دي .

Share this page to Telegram

Comments