داعش دوه ملکیان شهیدان کړي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار چپرهار ولسوالۍ کې داعش ډلې دوه عام وګړي شهیدان کړي دي.
ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي، تیره شپه شاوخوا اته نیمې بجې د داعش ډلې قوماندان کفتر خان د چپرهار ولسوالۍ مدو کلا سیمې څخه د امرالله او نور اغا په نوم دوه کسان له ځان سره بیولي وو.
سرچېنه وايي، ددغو کسانو جسدونه نن سهار د یادې ولسوالۍ په کوټګي سیمه کې موندل شوي چې په ډزو وژل شوي دي.
چپرهار په ځینو سیمو کې داعش وسله وال شته چې په غلچکي بریدونو کې دیني علماء او قومي مشران په نښه کوي.
فرهاد شهراني

Comments

Leave a Reply