داعش خراسان څانګې، طالبان له امریکا سره په معاملو تورن کړي

comments 0

هندوکش ــ کابل: د داعش خراسان څانګې په یوه لیکلي پیغام کې طالبان له امریکا سره پر معاملې تورن کړي دي. د دغه پیغام په یوه برخه کې لیکل شوي: « طالبان د امریکا سره د سولې په هوکړه کې په ځینو داسې مواردو سلا شوي، چې د امریکا ملي ګټې خوندي کوي.»
د داعش په دغه پیغام کې راغلي چې د طالب ډلې او پاکستان تر منځ له شته اړیکو خبر لري.
دوی ویلي چې طالبانو د لوی اختر په دریو ورځو کې اوربند د پاکستان د بهرینو چارو وزیر په غوښتنه وکړو.
همدارنګه داعش طالبان تورن کړي چې افغانستان کې د جګړې لپاره د روسیې څخه مالي او تسلیحاتي مرستې اخلي، دوی ویلي چې پدې وروستیو کې یې د ځینو طالب جنګیالیو څخه داسې وسلې تر لاسه کړي چې د روسیې ساخت و.
ویل کیږي چې داعش د همدغه او ځینو نورو موضوعاتو څخه په استفادې پلان لري، د طالبانو څخه مرور جنګیالي او ځینې ځوانان بېرته خپلو لیکو ته جذب کړي او په افغانستان کې جګړې ته دوام ور کړي.
د څارونکو په وینا دوی په دې کار سره غواړي چې د افغان سولې روان بهیر له بن بست سره مخ کړي او وښايي چې داعش لا هم په افغانستان کې د بریدونو وړتیا لري.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments