داعش او طالب ډلې ترمنځ نښتې له امله زرګونه کورونه بی ځایه شوي دي

comments 0

هندوکش – جوزجان: وروستیو کې د وسله والو طالبانو او داعش ترمنځ نښتو کې زرګونه کسان بی ځایه شوي دي.
دغه څرګندونې د جوزجان والي پلازمینه کابل کې چارواکو ته کړي دي.
د نوموړي په وینا،یاد ډلې په قوش‌تپه او درزاب ولسوالیو کې سره جنګېږي.
هغه زیاته کړه، په وروستۍ یوه اوونۍ کې په دواړو ولسوالیو کې د روانې جګړې له امله لسګونه کورنۍ تېښتې ته اړ شوي او ډېر خلک بې‌کوره شوي دي.
بلخوا بیا لویدیځ ننګرهار کې هم دداعش وسله والو او طالبانو ترمنځ سخته جګره روانه ده چې له امله یې ۱۲ سوه کورنی بی ځایه شوي دي.
که څه هم ملاهبت الله طالبانو ته ویلي وو چې دداعش او طالبانو ګد هدف دې او افغان حکومت پر وړاندې باید په ګده جګړه په مخ بوځې خو وروستیو کې داعشیانو لخوا د طالبانو وژل کیدل ښیي چې طالبان اوس مهال په دوه ډلو ویشل شوي او هغه ډله چې داعش پر وړاندې جنګیږي په اصل کې د ملا هبت الله اړوندو طالبانو غړو نه ندي.
نجیبه سروری

Comments

Leave a Reply