داعشیانو درې ډاکټران شهیدان کړي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: داعش ننګرهار کې درې ورونه شهیدان کړي دي او له یو بل ځوان څخه یي سر پرې کړې دی.
د ننګرهار والي ویاند عطالله خوږیاڼي وویل چې دغه درې ورونه تېره شپه چپرهار کې شهیدان شوي دي.
خوږیاڼی وایي، نصار،محمد نعیم او عبدالوهاب په خپل کلي کې د واکسیناتورانو په توګه کار کاو.
یوې سرچینې بیا شمشاد ته وویل چې تېره شپه داعش د یادې ولسوالۍ په غلام ډاک سیمه کې له یو پنځه وېشت کلن ځوان سر پرې کړی دی.
سرچینه همداراز وایي، تېره شپه د هسکې مېنې ولسوالۍ شابۍ او ګورګورې سیمو کې بې پیلوټه بریدونو له امله ۱۷ داعش وژل شوي او شپږ مرکزونه یي ویجاړ شوي دي.
فرهاد شهراني

Comments