خیبر اقبال: بهرنیان په جګړه پانګونه کوي

comments 0

هندوکش – بغلان: د سولې ولسي حرکت غړي په لوڅو پښو له سالنګونو تېر او د بغلان دوشي ولسوالۍ ته رسیدلي .
د دې حرکت مشر خیبر اقبال ویلي، په روانه جګړه بهرنیان پانګونه کوي او نه غواړي چې افغانان سوله‌یز ژوند وکړي .
د سولې دې ولسي حرکت له هلمنده پیل کړی، کابل کې یې د سفارتونو مخې ته پرلت وکړ او له نړیوالو یې وغوښتل چې افغانان ژوند ته پریږدي.
ځينو سوله غوښتونکو ویلي چې له هلمنده ترکابله یې د طالبانو سیمه‌یزو قوماندانانو هر کلی کړی خو طالب مشران یې د بهرنیو هیوادونو په لارښونه د حرکت مخالفت کړی.
د سولې ولسي حرکت له طالبانو غواړي چې حکومت سره مخامخ خبرو ته کیني او هغه خبرې چې لرې په میز دې یې شریک کړي.
نجیبه سروري

Comments