خپلواک: هیڅ بهرنی ځواک سوله نه شي راوستی

comments 0

0 Views

هندوکش _ کابل: د سولې عالي شورا د درالانشاء رییس محمد اکرم خپلواک وایي، ترهغه چې سوله بین الافغاني نشي هیڅ بهرنی ځواک نه شي کولای د افغانستان د سولې پروسه بریالۍ کړي.

اکرم خپلواک وایي، ولس دې له حکومت سره مرسته وکړي چې طالبان سولې ته وهڅوي.

خپلواک په ولایتونو کې وروستیو پرلتونو ته په اشارې ویلي چې دا ډول حرکتونه کولای شي د سولې پروسه کې د خلکو ونډه ثابته کړي چې پایله به حتمي ورکوي.

له دې سره د سولې شورا کار کوي چې له طالبانو سره د سولې په تړاو به د ټولو خلکو نظرونه واخیستل شي.

په دې نظر پوښتنه کې به له خلکو وپوښتل شي چې له طالبانو سره څه ډول او څنګه سوله وشي چې نور له جګړې لاس واخیستل شي.

Share this page to Telegram

Comments