خپلواک: د ټاپي پروژې د عملي چارو ژر تر ژره پیل شي

comments 0

0 Views

هندوکش – کندهار: تاکل شوي ده چې د ټاپي پروژې په اړه راتلونکې اوونۍ په کندهار کې یو لوی کنفرانس جوړ شي.
د هندوکش نیوز د خبریال د خبر په اساس په دې کنفرانس کې، له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د طبیعي ګاز د لېږد د پروژې یا ټاپي د اهمیت او د خلکو د همکارۍ د جلبولو په اړه خبرې په پام کې دي.
د کندهار د والي ویاند هندوکش نیوز ته وویل، ولایتي اداره هیله منده ده چې د ټاپي پروژې د عملي چارو ژر تر ژره پیل به په کندهار ښار کې د عامه تأسیساتو رغونې ته لاره اواره کړي.
ښاغلي خپلواک وایي : «له یوي خوا خلکو ته د کار زمینه او کاري فرصتونه برابرېږي او له بلې خوا د فابریکو، د اورګاډي د پټلۍ، سړک او انرژۍ د تأسیساتو رغونې او نورو پرمختګونو ته لاره اوارېږي».
خپلواک زیاته کړه، په کندهار کې د ټاپي په اړه د کنفرانس د جوړېدو هدف دا دی چې په دې پروژه کې ولسونه ښکیل شي او خلکو ته کاري فرصتونه برابر شي.
ننگیالی کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply