خپلواک: د افغانستان حکومت او سولې شورا په بین الافغاني خبرو اترو ټينګار کوي

comments 0

0 Views

هندوکش ـ کابل: د سولې شورا د دارالانشا رئيس محمد اکرم خپلواک د آزادۍ له راډيو سره په خبرو کې ويلي دي چې د حکومت او سولې شورا دريځ بين الافغاني مذاکرات دي.

نوموړي وویل:« موږ کوښښ کوو د بین الافغاني مذاکراتو په لړ کې شته ستونزو ته حل لاره ومومو.»

خپلواک له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو او دفتر په تړاو وويل:« موږ هر ډول آسانتيا ته تياري لرو، له شک پرته کله چې دا خبرې پيليږي بین الافغاني هوکړه حتمي ده خو د خبرو مالکيت باید له افغانانوو سره يو،موږ له حزب اسلامي سره دغه تجربه لرلې ده. دا چې خبرې باید له يو ادرس څخه وي که طالبان یا يي مشرتابه غواړي چې د سولې خبرې وکړي او دفتر ته اړتیا ولري د افغانستان په داخل کې او د باندې حکومت تيار دی دوی ته دفتر ورکړي.»

خپلواک زیاته کړه:« موږ د سولې لپاره هيڅ مخکينی شرط نلرو، خو طالبان دې خپلې غوښتنې مطرح کړي موږ به د اساسي قانون په رڼا کې د دوی غوښتنو ته رسیده ګي وکړو.»

خپلواک ټينګار وکړ چې دوی ته به هرځای کې چې دوی دفتر غواړي حکومت آسانتيا برابره کړي.

د قطر د دفتر په اړه خپلواک وويل:« موږ هر هغه ادرس چې د طالبانو استازیتوب وکړای شي او په افغانستان کې د سياسي مذاکراتو لپاره ادرس وي موږ يي هرکلی کوو، دا که په دوحه يا بل هیواد کې وي، خو موږ وایو چې دفتر باید د مذاکراتو لپاره وي څو اساسي هدف ته چې په افغانستان کې سوله ده ورسیږو.»

خپلواک د ولسمشر د وروستي سفر او امنيتي کړنلارې په تړاو وویل:« د افغانستان د سولې شورا تل د سولې غږ کړی دی خو طالبانو کله هم رسمي غږ نه دی کړی او نه يي شرایط وړاندې کړي دي خو افغان دولت مکلف دی چې له خپلې خاورې ساتنه وکړي خو چې خبرې پیل شي دا جوتيدای شي چې موږ څه ډول اوربند وکړو او دا وروستي قدمونه دي خو اول تیاری مهم دی.»

ياده دې وي چې تر دې دمه طالبانو د افغان دولت د سولې هيڅ غږ ته لبیک نه دی ويلی او برعکس يي هر د سولې او پخلاينې غږ ته په انفجار او انتحار ځواب ورکړی دی.

سپوږمۍ پوپلزۍ ـ کابل

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply