خوګیاني: وروستیو نښتو کې د داعش ډلې ۲۵ تنه له منځه وړل شوي دي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د امنیتې ځواکون په ځانګړو عملیاتو کې د داعش وسله والې ډلې ۲۵ تنه وژل شوي دي.
عطاالله خوګیانې د ننګرهار ولایت ویاند وایې چې: «د امنیتې ځواکونو او داعش ډلې ترمنځ نښته کې د داعش ډلې ۲۵ تنه مړه شوی دي».
نوموړې زیاتوي چې «یاده نښته د ننګرهار ولایت په اچین، کوت او هسکه مینه کې هغه مهال ترسره شوه چې داعش ډلې غوښتل یو لړ تخریبي فعالیتونه په لاره واچوي».
د راپورونو پر بنسټ افغان امنیتي ځواکونو د ننګرهار ولایت په مربوطاتو کې د داعش ډلې وسلو ته هم لاس رسي موندلې دې.
د چارواکو په وینا دغه وسلې کوت، اچین او روداتو کې د حکومت لاسته راغلي چې سپکې او ډرنې وسلې په کې شامل دي.
دداعش وسله والې ډلي تر اوسه په دې تړاو څه نه ډي ویلي.
فرهاد شهراني

Comments

Leave a Reply